حبیب نور محمدوف کرونو میک ګروګر ته ماتې ورکړه

comments 0

321 Views

هندوکش – امریکا: د آزاد جنګ د (UFC) په تاریخي سیالۍ کې د کلکې اسلامي عقیدې لرونکي لوبغاړي حبیب نورمحمدوف خپل متعصب او کرکجن نصراني سیال «کرونو میک ګروګر» ته پخه ماته ورکړه.
دا سیالۍ د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د سپک وزن دوه اتلانو ترمنځ درې ورځې مخکې، د تلې په ۱۴مه په ډیر کشمکش، ګرماګرم او له هاوهو ډک چاپیریال کې ترسره شوې.
د ګرماکرمۍ لامل دا وه چې د ایرلنډ هیواد نصراني لوبغاړی میک ګروګر لا له مخکې خپل مسلمان سیال ته بدرد ویل او د ترورست په ګډون ګڼ سپک الفاظ یې ورته کارول او چیلینج یې ورکوه.
آن تر دې چې میک ګروګر په عام بازار کې د خپل مسلمان سیال د موټر ښیښې ور ماتې او برید پرې کړی وه خو د داغستان هیواد مسلمان لوبغاړي حبیب نورمحمدوف د اخلاقو په پاللو سره سیالۍ ته انتظار کښلی وه.
که څه هم د امریکا حکومت د مسلمان لوبغاړي پلار ته ویزه نه وه ورکړې چې لاس ویګاس ته د خپل ځوی د سیالۍ نندارې ته ورشي، او په لوبغالي کې زیاتره نندارچیان هم د ګروګر پلویان ول، خو له سختې مقابلې وروسته ښاغلي حبیب نورمحمدوف د ګروګر په څټ تاوولو سره وتوانید چې خپل سیال تسلیمس منلو ته اړ کړي او لوبه وګټي.
د یو ایف سي په تاریخ کې د سپک وزن لوبغاړو ترمنځ دا ترټولو ګرمه او مهمه لوبه بلل شوې او د حبیب نورمحمدوف په ویاړلي تاریخ کې یوه بله مهمه پاڼه ورزیاته شوه.
ښاغلي حبیب تردې مخکې ۲۶ لوبې کړي او ټولې ګټلې دي. دا یې اوه ویشتم ځل وه چې پرله پسې لوبې ګټي.
د حبیب بل د پام وړ ټکی دده تینګه مسلماني او په دین ننګ دی، چې تل پرې ویاړي او په ډاګه پر اسلام فخر کوي. دې ټکي ته میک ګروګر ډیره پاملرنه کوله او په همدې لامل یې ښاغلي حبیب ته ټټر واهه.
میک ګروګر څو څو ځایه د حبیب د سپکاوي هڅه کړې وه چې دې کړنو یې د نړۍ په کچه د مسلمانانو او مخالفینو پام ځان ته واړاوه او په ملیونونو خلک لوبې او ګټونکي ته په تلوسه کې ول.
د حبیب د بریا چاپیریال هم زښته تودوخه لرله، مخالفین یې په سکروټو ناست په جزبو خو پلویان یې او د نړۍ مسلمانان ډیر خوشاله او په زړونو کې الله پاک ته شکر ویستونکي ول.
هلته په داغستان(د روسیې فدراسیون واک لاندې جمهوریت) کې زرګونه خلکو خوشالیانې او جشنونه لمانځل. د روسیې ولسمشر پوتین حبیب ته ټیلیفون کې مبارکي ویلې وه.
د یادونې وړ ده چې داغستان کې زیاتره خلک په دین کلک ولاړ مسلمانان دي، دا پداسې حال کې چې روسي ښکیلاک ددې وطن ډیر خلک وژلي او له دین د اړولو بیحده کوښښونه کړي وه او لا هم دغه وضعیت تر یوه حده شتون لري.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments