حامد کرزی: بهرني ځواکونه باید په تدریجي او مسؤلانه ډول ووزي

comments 0

12 Views

هندوکش ــ کابل: پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان لپاره دسيمې د هيوادونو او روسيې په همکارۍ يوه داسې سياسی حل لاره غوره ده، چې په پای کې يې د بهرنيانو مسولانه وتلو ته زمينه برابره شي.
حامد کرزي د والدای سره په مرکه کې ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو وتل بايد د يوه پلان له مخې په تدريجي توګه ترسره شي.
حامد کرزی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغان سولې لپاره په ملي، سیمه یزه او نړیواله کچه هڅې تر بل هر وخت ډېرې شويدي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments