حامدکرزي د اوربند غوښتنه کړې

comments 0

6692 Views

هندوکش – کابل: مخکیني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې د اوربند غوښتنه کړې، اوربند يې افغانستان لپاره اړین او حیاتي بللی او له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې اوربند وکړي.
مخکېني ولسمشر حامد کرزي اسپوتینک سره په یوې مرکه کې ویلي چې امریکا هره ورځ زموږ کورونه طالبانو سره د جګړې په نامه بمباروي او د پای ته رسېدو غوښتنه یې کوو.
حامد کرزي د سولې بهیر د چټکتیا غوښتنه هم کړې او هیله یې ښودلې چې امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې رېښتينې مرسته وکړي او د افغانانانو له اړتیاو ناسمه ګټه پورته نه کړي.
کرزي اندېښنه ښودلې چې د سولې بهیر سستوالی د اندېښنې وړ بللی او د یو شمېر امریکايي چارواکو څرګندونې یې د شک د زیاتوالي لامل بللي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments