جیمز مټیس: ۷۰ سلنه ستونزې په افغانستان کې هوارې شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – بروکسل: د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو او متحدینو ددفاع وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې جمیز مټیس وویل چې افغانستان کې شته ستونزې د هواریدو په حالت کې دي او افغان حکومت هڅی دوام لړي.
نوموړې زیاته کره چې په دې غونډه کې دافغانستان وروستي امنیتي حالات د ناتو غریو هیوادونو وزیرانو لخوا وڅیړل شو او یو شمیر هیوادونو افغانستان ته د نورو سرتیرو د لیږلو ژمنې کړي دي
هغه د افغانستان اوسنې حالت په اړه اندیښنه وښوده او وویل چې په افغانستان کې ځینې نیمګړتیاوې او خالیګاوې شته، خو ۷۰ سلنه ستونزې یې هوارې شوې او د پاتو ستونزو د هواري لپاره کار روان دی.
ده زیاته کړه : (( موږ او ناټو تر اوسه افغانستان ته د سرتیرو د شمیرې په اړه وروستۍ پریکړې نه دي کړي، زه چې کله بیرته واشنګټن ته ولاړ شم، نو خپلې اروزنې به ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړم.))
نوموړي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري، چې له دښمن سره جګړه وکړي خو زیاته یې کړه، چې په نوي امنیتي پلان کې ځینې نوي تکتیکونه او لارې چارې په ګوته شوي دي.
نوموړي د جګرییزو ځواکونو ویستلو په اړه وویل چې ناتو او امریکا باید افغانستان ته له وخته مخکې خپل سرتیري نه وای ویستلي.
تیره ورځ د بلجیم پلازمینه بروکسل کې د ناتو غریو هیوادونو دفاع وزیرانو تر منځ یوه غونډه ترسره شوه چې اتکل کیده افغانستان ته د نورو ځواکونو لیږلو په اړه په پریکړه وشي خو اوس ویل کیږي چې دا لړې به راتلونکي اونې کې معلومه شي.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *