جیمز مټیس د افغان جګړې د ختمیدو خبر ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس ويلي، امريکا هڅه کوي چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړي خو له دغه هېواده د ځواکونو ايستلو اراده نه لري.
جيمز ميټس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، په افغانستان کې د جګړې ختمول يوازې امريکا پورې اړه نه لري او طالبان هم بايد په دغه برخه کې خپلې هلې ځلې زياتې کړي په وينا يې تمه ده چې د سياسي خبرو له لارې د افغانستان شخړه پای ته ورسېږي خو زياتوي چې امريکا داسې پلان نه لري چې ژر له دغه هېواده خپل سرتيري وباسي.
نوموړي په عين حال کې د سیمې له هېوادونو او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د افغان سولې اړوند خبرو کې مرسته وکړي څو دغه هېواد کې امن او ثبات راشي.
ميټس ويلي، امريکا تر اوسه له افغانستان د ځواکونو د ايستلو په اړه پريکړه نه ده کړې او لا به هم په هغه هېواد کې د يوڅلوېښت هېوادونو د سرتيرو تر څنګ د وسله والو پر وړاندې جګړه کوي.
نوموړي ويلي، چې طالبانو د افغان حکومت د سولې او خبرو وړانديز يو ځل بيا رد کړی چې له دې ښکاري د خپلو خلکو ژوند ورته ارزښت نه لري.
ميټس په داسې حال کې د افغان حکومت له لوري طالبانو ته د سولې د وړانديز یادونه کړې چې له دې مخکې د امريکا له خوا د سولې مذاکراتي پلاوي څو ځلې طالبانو سره کتلي او د افغانستان جګړې د ختمولو په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.
په وروستيو کې داسې راپورونه ورکول شول چې ګنې امريکايي ولسمشر ټرمپ غواړي د افغانستان په اړه ژر د مذاکراتو او سولې خبرو پايلې ته ورسيږي او له دغه هېواده چې څومره ژر کيدلی شي خپل ځواکونه وباسي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments