جیمز مټیس: افغانستان کې اوس خپل ماموریت ته د پای تکې نه ټاکو

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې اوس مهال افغان حکومت د متحده ایالاتو نظامي مرستو ته اړتیا لري نو له دې امله د ماموریت د پای نیټه نه ټاکو.
په سدنې کې د متحده ایالاتو او آسترالیا وزیرانو په مشورتي غونډه کې د امریکا دفاع وزیر او بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کرې چې اوس مهال افغانستان کې خپل ماموریت ته د پای نیټه نه ټاکي.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس او د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پروني غونده کې دا هم وویل چې واشنګټن به پرې نږدي چې افغانستان د تروریستانو په خوندي پتنځای بدل شي.
ویل کیږي چې اوس مهال د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا چارواکي په افغانستان کې د امریکا پر ستراتیژي غو کوي چې کیداې شي روانه میاشت یې اعلان کړي.
فکور نعیمی – امریکا

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *