جیمز مټیس: افغانستان پر وړاندې د امریکا استراتیژي دقت او پلان ته اړتیا لري

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر وایي چې افغانستان په اړه د استراتیژي جوړیدو کارونه مخ په ختمیدو دې.
د امریکا دفاع وزیر په یوې ناستې کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان په اړه استراتیژي جوړه شوې خو په اړه یې وروستۍ مشورې روانې دي.

د نوموړي په وینا: امریکا حکومت هڅه کوي چې د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي او سیاستونه په پوره دقت او پلان سره جوړ کړي. نوموړې وایي چې امریکا دې کار ته بېړه نه لري خو غواړي ستراتیژي یې اغېزمنه وي او په افغانستان کې روان بحران ته د پای ټکی کېږدي.
نوموړي خبریالانو ته زیاته کړه چې د استراتيژۍ کار وروستۍ مرحلې ته رسېدلی دی او ډېره ژر به وروستۍ پرېکړه ډونالډ ټرمپ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ټول واک پنټاګون ته ورکړی وو ترڅو افغانستان پر وړاندې استراتیژې جوړه او نوموړي ته وړاندې کړي، خو امریکايي سناتوران بیا په دې باور دي چې پنټاګون به یوازې له نظامي لارې د حل هڅه وکړي، چې دا کار د هېچا په ګټه نه دی، ځکه د افغانستان ستونزه د جګړو له لارې نه حل کېږي.
امریکا کې ډیر شمیر امریکايي سناتوران په دې باور دي چې د افغانستان ستونزه سیمه ییزه ده او په سیمه کې د ثبات لپاره باید پر ځينو هېوادونو لکه پاکستان فشارونه راوړل شي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي. خو دا چې د ټرمپ تګلاره به څه وي تر اوسه يې په اړه معلومات نشته دي.
بلخوا بیا ولسمشر محمد اشرف غني په یوې ناستې کې دغه استراتیژي ته په مثبته سترګو ګوري او وایي چې د امریکا ولسمشر دونالد تړمپ لخوا وروستې پړیکرې داسې معلومیږي چې د امریکا استراتیژي به افغانستان لپاره مثبته وی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *