جیمز متیس کابل ته رارسیدلی

comments 0

904 Views

هندوکش – کابل: د امریکا دفاع و زیر جیمز مټیس وايي، افغانستان کې بریا له امکان لرې نه ده خو مټیس دغه بریا د جګړې په کرښه کې نه بلکې د سولې خبرو ته په اشارې کړې.
جمیز مټیس چې نن په نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی وايي،یو شمیر طالبانو سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.
جیمز مټیس به د خپل سفر په مهال کابل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او امریکايي قوماندانانو سره هم وګوري .
د جیمز متیس د سفر موخه له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره د همکاریو لپاره ښودل شوې او ټاکل شوې چې خپلې ژمنې تازه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments