جګړې رواني ناروغان زیات کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې افغانستان کې د رواني ناروغیو ګراف لوړ شوی دی.
د اروپايي ټولنې مالومات ښيي چې فقر، جګړه او کورنی تاوتریخوالی هغه عمده لاملونه دي چې په افغانستان کې یې د رواني ناروغانو شمېر زیات کړی دي.
له دې سره د روغتیا وزارت مالومات ښيي چې افغانستان کې د رواني ناروغانو زیاته برخه یې ښځې دي او په هرو لس دقیقو کې یو کس د ځان وژنې هڅه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان مالومات ښيي چې نړۍ کې په هرو څلويښت ثانیو کې د ځان وژنې یوه پېښه رامنځ ته کیږي.
روغتیا وزارت له کورنیو غوښتي چې په رواني ناروغیو اخته کسان یواځې پرینږدي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments