جګړې تر نیمايي ډېر افغان ماشومان په رواني ستونزو اخته کړي/ د ماشومانو د ملاتړ اداره

comments 0

0 Views

د ماشامونو د ملاتړ ادارې په خپلې یوې ارزونې کې ويلي، افغان ماشومان له پراخو رواني ستونزو سره مخامخ دي.
د دغې ادارې یوه وروستۍ نظرپوښتنه ښیې چې د افغانستان دوه په درېیمه برخه ماشومان د چاودنو، تښتونو او وسله والو جګړو له وېرې له کوره بهر نه وځي.
دې ادارې ویلي، افغان ماشومان له یوې خوا له ګڼو رواني ستونزو سره مخامخ دي. یاده اداره جګړه د ماشومانو د زدکړو پر وړاندې یو جدي ګواښ بولي.
د دې نظر پوښتنې ډېری مرکه کوونکو ویلي، ماشومان ښوونځي ته پر لارې، بازار او یا هم بهر د لوبو په ځایونو کې د ویرې احساس کوي.
د دې ارزونې پایلې ښیې دا ویره د هلکانو پرتله په نجونو کې ډېره ده.
دا ارزونه په څلورو ولایتونو لکه کابل، بلخ، سرپل او فاریاب کې له ۶۰۰ مېندو او پلرونو سره سره له ۹۰ ماشومانو سره د مرکو پر بنسټ ترسره شوې.
“افغانستان د ټیټ عمره ماشومانو د مړینې له اړخه دریم هېواد دی”
په دې راپور کې د یوې ماشومې له خولې چې له لېرې بانډو راغلې ویل شوي:
“کله یې چې په سیمه کې جګړه پیل شي، هېڅ ځای خوندي نه دی، هغې ویلي له بهره د تلو پرځای په کور پاتېدل ورته ښه دي.”
په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي چې یو شمېر یې په نا امنه سیمو کې دي.
د دې ادارې په موندنو کې راغلي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې ۹۵ سلنه مېندو او پلرونو ویلي ماشومانو یې د جګړو او نښتو پېښې لیدلې دي. دا شمېره په کابل کې بیا ۶۵ سلنه ده.
همدارنګه په دې راپور کې د یوه ښاري ماشوم له خولې راغلي چې د ښوونځي پر لار له ځانمرګي، تښتونو او وژنو څخه ویریږم، په دې هېواد کې جګړه روانه ده ماشومان وژل کېږي او موږ خوندي نه یو.
۳۸ سلنه میندو او پلرونو ویلي چې ماشومان یې د داسې پېښو له امله ځان ته تاوان رسوي، ۷۳ سلنو یې ویلي ماشومان یې د ویرې احساس کوي او ۴۸ سلنه یې بیا وايي چې ماشومان یې په ژور خفګان اخته شي او ان ویرونکي خوبونه ویني.
د ماشومانو د ملاتړ د ادارې ویانده مریم عطايي وايي، اوږدې جګړې له افغان ماشومانو ارامښت اخیستی او ډېری له رواني بحران سره مخامخ دي.
د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي له ۱۸ کلونو وروسته، جګړه په افغانستان کې عادي شوې او ډېر کم داسې پېښېږي چې د چاودنې یا موټر بم د یوې پېښې وروسته ماشومان ټکان وخوري.
دا ټول د وګړو د ورځني ژوند یوه وېروونکې برخه ګرځېدلې.

Share this page to Telegram

Comments