جګړه د سولې لپاره / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

د افغان ځواکونو مشرانو لارښوونه کړې چې سږ کال پسرلۍ دې طالبان تر سختو بریدونو او عملیاتو لاندې ونیول شي چې دا ډله د جګړې په زور سولې خبرو ته حاضر شي او یا له جګړې لاس واخلي.
طالبانو سره کلونه جګړه کې هیڅ له جدیت کار نه دی اخیستل شوی او هر کله ورسره ګوزاره شوې، له طالبانو سره جګړه کې ځکه له سختۍ کار نه اخیستل کیده چې هر کال به تمه وه چې دا ډله به نور له جګړې لاس واخلي او عادي ژوند ته به دوام ورکړي.
خو دا چې افغان ځواکونو د جګړې په لیکو کې پر طالبانو رحم کو، طالبانو فکر کو چې ګنې افغان ځواکونه یې د وژل کیدو او ځپل کیدو توان نه لري، خو داسې نه وه، افغان ځواکونو ته لارښوونه شوې وه چې طالبانو ته دې یواځې وښيي چې دوی په دې ډلې پسې هر ځای ته رسیدلی شي او هيڅ ځای پټ نه دي.
افغان ځواکونو تېر کال هم طالبانو ته سخت ګوزارونه ورکړل او زیات مشران یې ووژل شول، زندانونه یې مات شول او ځینې بندیان او ووژل شول.
افغان ځواکونو ځکه پر طالبانو رحم کو چې طالبان تېر ایستل شوي او له وژل کیدو سره یې کورنۍ بیا هم افغان حکومت ته پاتې کیږي چې د ټولنې د اوږو بار ګرځي، خو طالبان په دې نه پوهیږي چې پردۍ جګړه کې یې اولادونه یتیمان کیږي او بیا همدې دولت ته پآتې وي چې دوی جګړه ورسره کوي.
همدا اوس که د شهیدانو او معلولینو اداره ته مراجعه وکړئ د وژل شویو طالبانو کورنۍ به پکې وي چې امتیاز اخلي، دا هر څه د زړه سوي له کبله دي او افغان حکومت پوهیږي چې طالب د جنت په هوس پردۍ جګړه کې ښکیل شوی دی.
د طالبانو مشران په اسلام اباد او دوحه کې اوړی تر ایرکنډیشن او ژمی تر بخارۍ لاندې ناست وي، خو وسله وال چې فریب یې ورکړی، خپله او کورنۍ یې له لوږې مړه کیږي، جامې نه لري، خوراک نه لري، ژوند نه لري او شپه او ورځ یې په دې ویره تیریږي چې نن به یې د کورنۍ غړی مړه کیږي او یا سبا.
نو سږ کال چې یو ځل بیا د سولې خبرې پيل شوي او تمه شته چې پایله به ورکړي، د نورو کلونو سره په توپیر به جګړه هم دوام وکړي، ځکه هر کال به ژمی د سولې خبرو موضوع راپورته کیدله او پسرلي کې به طالبانو جګړې ته مخه کوله، خو سږ کال که د سولې خبرې دوام ولري، ورسره به جګړه هم د دې لپاره کیږي چې افغان ولس سولې ته ورسیږي.
افغان ځواکونه له خاورې او ناموس دفاع کوي او طالب د پاکستان، ایران او روسیې د ګټو لپاره افغانان په یو او بل نوم وژني او هيڅ سیمه نه شي نیولی چې یوه ورځ حاکمیت پرې وکړي.
طالب لکه د غله یو ځای راښکاره شي، جګړه وکړي او بیرته وتښتي، دا چریکې جګړې، ماینونه او ځانمرګي یواځې یواځې له عام ولس قرباني اخلي او ګټه یې بهرنیو هېوادونو ته ځي چې افغانستان پرمختګ و نه کړي او هېوادونه خپل غچ له یو بل څخه دلته واخلي.

Share this page to Telegram

Comments