‘جي اووه’ هېوادونه د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په اقداماتو خبرې کوي

comments 0

8 Views

هندوکش ــ امریکا: د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې په پام کې ده جې د اووه سترو صنعتي پرمختللي هېوادونو مشران نن د دغه وایروس د خپرېدو د مخنیوي په اقداماتو خبرې وکړي.
سپینې ماڼۍ وویل چې په دغه کنفرانس کې به چې د ټيلیفون له لارې ترسره کېږي، مشران د دغه وایروس د مخنیوي پر ګډ اقدام خبرې وکړي.
په (جي اووه) اووه سترو صنعتي پرمختللي هېوادونو کې، متحده ایالات، کاناډا، فرانسه، جرمني او ایټالیا شامل دي.
په اوس وخت کې متحده ایالات د (جي اووه) دوره‌یي مشري په غاړه لري.
له هغه مهال راهیسې چې کرونا وایروس په تېره ډسمبر په چین کې خپور شوی، نږدې ۱۷۰ زره کسان په ټوله نړۍ کې پر دغه وایروس اخته شوي او له شپږ نیم زرو زیات کسان‌یې هم له امله مړه شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments