جينوا کنفرانس کې پر سوله، له فساد سره د مبارزې او د مرستو پر مؤثريت هم خبرې کېږي

comments 0

3 Views

هندوکش ـ کابل: ماليې وزارت وايي، د جينوا کنفرانس لپار د ترتيب شوې اجنډا له مخې ټاکل شوې د افغانستان سولې په پروسې، په افغانستان کې له فساد سره پر مبارزه او دغه راز د نړيوالو له لوري له افغانستان سره د شويو او کېدونکو مرستو پر مؤثريت بحثونه وشي.
د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي وايي، ټاکل شوې دغه بحثونه د جينوا دوه ورځني کنفرانس په لومړۍ ورځ چې جانبي ناستې ده ترسره شي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې د نومبر په ۲۴مه چې د کنفرانس دويمه ورځ ده، په کې به د افغانستان نړيوال همکاران د ۴کلونو لپاره له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنې تازه کړي.
مسجدي په دې اړه وايي: «اصل برنامه د سې شنبې په ورځ ده يا په ۲۴م د نومبر چې هلته به نړيوال همکاران د افغانستان له حکومت سره د ۴ کلونو لپاره خپل مالي تعهدات بيا ژوندي کوي.»
ټاکل شوې د جينوا کنفرانس د دوشنبه پيل او د دوو ورځو لپاره به دوام وکړي. په ياد کنفرانس کې د ګډون په موخه بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر او د ماليې وزير عبدالهادي ارغندېوال هم ګډون کړی دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments