جوني ليور: له کار مې دمه کړې وه، د انسانيت خدمت او د خداى شکر مې ادا کاوه

comments 0

1 Views

د باليووډ فلمونو مشهور کوميډي اداکار جوني ليور څه وخت وروسته يو ځل بيا په يو نوي فلم کې راروان دى، هغه وايي چې څه وخت يې له فلمونو څخه دمه کړې وه او د انسانيت خدمت او د خداى شکر يې ادا کاوه.
جوني ليور د بالي ووډ د مشهورو کوميډي اداکارانو څخه دى، نوموړي په (بازيګر)، (عشق)، (کچ کچ هوتا هى) په ګډون په سلګونو فلمونو کې زبردسته کوميډي اداکاري کړې او د خلکو زړونه يې ګټلي دي، نوموړى له څه وخت راهيسې په فلمونو کې نه ښکاره کېده.
خو تازه اوس هغه د بالي ووډ مشهور ډايريکټر ډيويډ دهون په راروان فلم (کولي نمبر ١) کې يو ځل بيا راروان دى. نوموړي ويلي دي، چې کله يې په فلمونو کې کار کاوه، نو د خېريه کارونو کولو لپاره ورسره هېڅ وخت نه و او له همدې امله يې له فلمونو څخه دمه وکړه، چې خېريه کارونه وکړي.
جوني ليور وايي، زه يو غريب او مزدور وم او په هندوستان ليور کې مې کار کاوه، خو خداى ډېره کاميابي راکړه او ډېرې پېسې يې هم راکړه، چې په دې اړه ما هېڅ کله هم فکر نه و کړى، نو له همدې امله د خداى شکر او د انسانيت خدمت ته مې ملا تړلې وه.
نوموړى همدا راز وايي، دا په تاسې لازمي کېږي چې چا تاسې کامياب کړي يئ، نو تاسې هم د هغوى لپاره يو څه وکړئ. د يو يو هنرمند کور ته تلل او د هغوى له تکليفونو ځان خبرول، هغه هنرمندان چې يو خت ډېر مشهور و او اوس يې له کلونو راهيسې کېمره نه ده ليدلې، د هغوى ستونزې مې واورېدې او له دوى سره په ليدو ډېر خوشحاله شوم.
جوني ليور ډېر وخت وروسته بيا په فلمونو کې راروان دى، په دې اړه نوموړى وايي، پخوا دومره تخنيکي کار نه کېده، لکه نن سبا چې کېږي، خو پخوانو خلکو به ډېر زيار باسه او کار يې د خلکو خوښېده. هغه وايي، چې له خپل کار سره ډېره مينه کوي او هر وخت هڅه کوي چې يو څه نوي زده کړي.
د يادولو وړ ده چې جوني ليور له ٣٠٠ څخه زياتو بالي ووډ فلمونو کې کار کړى دى او د هغه ډېر کردارونه اوس هم زيات مشهور دي، چې خلک يې په مينه ګوري.

Share this page to Telegram

Comments