جوماتونو کې له بریدونو هدفونه / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

کلونه جګړه کې مقدس او امن ځایونه له بریدونو خوندي نه دي لسګونه داسې بریدونه په جوماتونو او مدرسو کې شوي چې هیڅوک پکې د برید کولو حق نه لري.
جوماتونه امن ځایونه یاد شوي، خو طالبانو دا امن ځایونه هم خلکو ته په سور تنور بدل کړي او هڅه یې دا ده چې په یو او بل نوم باندې خلک ترور کړي او ګډوډي جوړه کړي.
تاسو ولیدل چې د لوګر والي یې په جومات کې شهید کړ، مولوي ریحان یې جومات کې شهید کړ، داسې لسګونه نور بریدونه یې جوماتونو کې وکړل او زیات خلک یې شهیدان او ټپيان کړل.
د طالبانو هدف له دې بریدونو دا دی چې خلکو کې ویره خپره کړي او د خپلې جګړې لپاره نور ډیر دلایل پیدا کړي، طالبان د دې بریدونو مسوولیت ځکه نه مني چې پروړاندې یې غبرګونونه زیات دي.
تازه طالبانو د شنبې ماښام د غزني مرکز خاک غریب کې یو مسجد کې چاودنه وکړه چې ۲۱ کسان یې ټپيان کړل.
طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې خلک د حکومت پرضد راوپاروي او د دې ډول بریدونو مسوولیت په نورو خلکو واچوي.
طالبان د جګړې په ډګر کې وروستي وحشت ته رسیدلي او دا چې په نظامي مرکزونو بریدونو ته نه شي رسیدلی، جوماتونو کې خلک په نښه کوي او په دې سره غواړي یواځې ګډوډي جوړه کړي او ډار رامنځ ته کړي.
طالبان چې کرایي قاتلین دي د دې ډول بریدونو په بدل کې زیات امتیازات لاس ته راوړي او هڅه یې دا ده چې په دې امتیازاتو د جګړې نورو برخو کې پرمختګ وکړي خو افغان ځواکونو اوس دا ډله هره برخه کې ځپلې او تر فشار لاندې نیولې ده.
جوماتونو کې له بریدونو سره یو ځای طالبانو ډيرو سیمو کې دیني علماء په نښه کړل او شهیدان یې کړل چې د دوی وحشي جګړې ته یې ناروا ویلي او د سولې په خبرو یې ټینګار کړی دی.
طالبان دیني علماء ځکه په نښه کوي چې دیني علماء د دوی پر ضد خوله بیرته نه کړي او حقایق و نه وایي، خو شته دیني عالمان چې د مرګ په بیه حق وایي او د طالبانو جګړه غندي.
یوازي افغان دیني علماء نه دي چې جګړه غندي او په سوله ټينګار لري، بلکې تاسو ولیدل چې اندونیزیا او سعودی عربستان کې هم دیني علماوو د افغانستان جګړه ناروا یاده کړې او په سوله یې ټینګار کړی دی.
طالبان دې په دې پوه وي چې دا ملت اوس د ۱۹۹۵ ملت نه دی،اوس یې هر څوک یو فکر لري او هیڅکله نه غواړي چې بیا تیرو کلونو ته ور وګرځي، طالبان که سوله غواړي په دولت کې به مدغم کیږی او که جګړې ته دوام ورکوي، اوس افغان ځواکونه دا وړتیا لري چې دا ډله هر ځای او هره سیمه کې په نښه او له منځه یې یوسي.

Share this page to Telegram

Comments