جوزجان کې یوې نجلې ځان وژنه کړې

comments 0

176 Views

هندوکش – جوزجان: د جوزجان امنیتي چارواکي وایې چې د یاد ولایت په آقچې ولسوالۍ یوې 18 کلنۍ نجلې ځان وژنه کړي.
نجیبه قریشي د جوزجان د ښځو چارو ریسې وویل، د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان وژلی دی.
د نوموړي په وینا، د اقچې ولسوالۍ دا اوسېدونکې فوزیه نومېده چې له دولسم ټولګي فارغه وه او کار یې کاوه.
نوموړي زیاته کړه، د فوزيې د ځان وژنې علت لا نه دی څرګند، خو په ابتدايي رپوټونو کې څرګنده شوې چې هغې تیره شپه په توفنګچه ځان ویشتی دی.
د یادونې وړ ده چې په وروستۍ یوه نیمه میاشت کې دا په جوزجان ولایت کې د ښځو د قتل او ځان وژنې څلورمه پېښه ده.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments