جوزجان کې نیول شوي داعشیانو باندې شکایت شوی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ جوزجان: په جوزجان کې د داعش لسګونه تسلیم شوې ډلې باندې خلکو شکایتونه کړي چې زیات ظلمونه یې کړي دي.
د جوزجان چارواکو رسنیو ته ویلي، د داعش ډلې په تړاو شاوخوا درې سوه شکایتونه ثبت شوي دي.
تېره اونۍ شاوخوا ۲۵۰ داعشیان په درزاب ولسوالۍ کې افغان حکومت ته تسلیم شول.
د جوزجان والي ویلي، د داعش په اړه د وژنو، جنسي تیریو، وهلو ډبولو او د ځمکو د غصب شکایتونه شوي دي.
په ټوله کې حکومت د دې ډلې په اړه جدي دی چې د کړو جرمونو په اړه به ورسره حساب کتاب کېږي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments