جوزجان کې لس طالبان خپل موټر بم وژل

comments 0

2 Views

هندوکش ــ جوزجان: د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې امنیتي چارواکي وایي، په مردیان ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.
سمونيال عبدالواحد وجدان د جوزجان امنیه قومندان وويل، چاودنه پرون ماسپښين شوې ده او ۱۲ ملکي کسان یې هم ټپیان کړي دی.
ښاغلي وجدان زیاته کړه: “يو فلاینګ کوچ ډوله موټر چې د طالبانو له خوا په کې منفجره مواد ځاى پر ځاى شوي وو او غوښتل يې په لويو لارو او پوستو کې ورڅخه کار واخلي، د مرديان ولسوالۍ د جنګل اريغ کلي په بازار کې چاودلى دى. په پېښه کې د دښمن ١٠ تنه وژل شوي او د سيمې په شااوخوا کې ملکيان ټپيان شوي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments