جوزجان کې طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښته شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: د جوزجان په خان آقا او بیکسر سیمو کې خپل منځي نښتو له امله داعش او طالب وسله والې ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جوزجان د والي ویانډ محمد رضا رسنیو ته وویل: د نښتې پر مهال څلور داعشيان او يوولس وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
پیښه د جوزجان ولايت د قوش تپې ولسوالۍ په خان اقا او بيكسر سيمو كې شوې چې له امله یې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نښته جمعې ورځ درې بجې پيل شوه او د ماښام تر شپږو بجو يې دوام درلود.
د والي ویاند وایې،داعش وسله والو له جګړې وروسته د پنځو طالبانو جسدونه وسوځول.
هغه زیاته کړه، ښايي د قوش تپې ولسوالۍ په چقمه چقور سيمه كې يادې وسله والې ډلې بيا سره ونښلي.
تراوسه طالب او داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي
یاده دي وي چې تردې مخکې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښتو له امله د دواړو غاړو ګن شمیر غړي د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې وژل شوي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *