جوزجان کې طالب او داعش ترمنځ درنه جګړه روانه ده

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: د امنیتی چارواکو په وینا د جوزجان په قوش تپې ولسوالۍ کې داعش او طالب وسله والو ډلو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.
حکمت الله امین زاده د جوزجان د امنیې قوماندان ویاند رسنیو ته وویل، نښته پرون شپه پېل شوې، ۴۲ وسله‌وال طالبان او د داعش شپږ وسله‌وال په‌کې وژل شوي او ډېر نور زخمیان دي.
د نوموړي په وینا، دغو نښتو کې ځایې خلک هم بی کوره شوي او زیات تاون هم خلکو ته رسیدلې دې.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هندوکش خبري څانګې ته یوې سرچینې چې له نوم اخیستو یې ډډه وکړه ویلي دي چې داعش ترهګړې ډلې قوښ تپې کې د طالبانو کورونه سوزولی او د هغوي ۵۰ تنه یې وژلي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *