جوزجان کې طالبانو درې داعشي ښځې له جنسي تیري وروسته وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: جوزجان نه په رارسیدلي راپورونو کې راغلي چې طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښتو له امله د دواړو خواوو 120 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوی معتبری سرچینې نوم نه ښودو په شرط هندوکس پرس ته وویل، د طالبانو په یوه برید کې د داعش وسله والې ډلې درې ښځینه غړي چې د چچن او ازبکستان دي نیولي او له جنسي تیري وروسته یې په ناوړې ډول وژلي دي.
د سرچينې په خبره:« تر دوه شپې ډله ایزې زنا وروسته د طالبانو يو قومندان ددې کار مخالفت کړی چې باالاخره شخړه هم شوې خو هغه طالب قومندان چې دا ښځې ورسره وې په ډيره چالاکۍ سره يادې میرمنې وژلي څو هلته شوې کيسه پټه پاتې شي خو ددې طالب قومندان له مرکزه را وتلې کيسه داسې نه ده.»
نوموړې سرچينه وايي:« درې واړه ميرمنې له نیول کيدو سره سم چې کله مرکز ته وړل شوې وې اوله شپه ورسره طالب قومندان او مرستيال يي تیره کړې او بیا نورو وسله والو ته سپارل شوي دي او فتوا هم ورکول شوې چې دا وينځې دي او له دوی سره له نکاح پرته هم نيږدې والی مشروع دی.»
بلخوا ويل کيږي د داعش شل مړي او څو تنه ټپيان هم طالبانو ته ور پاتې شوي دي او لا هم په څو سیمو کې خونړۍ نښته روانې دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments