جوزجان کې د طالب وسله والې ډلې یو مهم قوماندان ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: د امنیتي چارواکو په وینا د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د طالب وسله والې ډلې یو مشهور قوماندان محمد حسین فدایي ووژل شوې.
سمونوال عبدالحفيظ خاشي د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وويل، چې محمد حسين فدايي د شبرغان ښار د شور اريغ کلي اوسېدونکى وو چې د ملا زاهد ډلې غړې وو.
حسین فداي تر ډېره د شبرغان- سرپل لويې لارې او د جوزجان ولايت نورو ساحو کې دولت ضد فعاليت لري.
د امنیتي سرچینو په وینا، نوموړى اوسمهال د ملي امنيت رياست په توقيف کې دى او ټاکل شوې چې اړوند دوسيه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته واستول شي.
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې هم امنیتي ځواکونو د طالبانو هغه غړي نیولي چې خپلو سیمو کې د دولت ضد فعالیتنو کول او ددولت د کار مخه یې نیوله.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply