جوزجان کې د طالبانو ماین ۱۴ کلن هلک وژلی

comments 0

1 Views

هندوکش ــ جوزجان: د جوزجان په منګجیک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ۱۴ کلن هلک وژل شوی دی.
په همدې ولسوالۍ کې په بله چاودنه کې یو د پاخه عمر سړی او یو شپږ کلن ماشوم زخمیان شوي دي.
چاودنې د جوزجان په منګجیک ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه شوې ده.
د منګجیک ولسوال، مطیع‌الله وویل: “په دواړو ځایونو کې وسله‌والو طالبانو د حکومتي ځواکونو موټرو ته ماینونه ایښي وو.
په جوزجان کې چارواکو ویلي چې تر دې وړاندې ۶ ملکي وګړي د مردیان په ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ماین په چاودنه کې ووژل شوو.
وسله‌والو طالبانو په منګجیک ولسوالۍ کې د چاودنې په اړه څه ندي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments