جوزجان کې دداعش ډلې لس غړي افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: د جوزجان ولایت له درزاب او قوشتېپې ولسوالۍ لس داعش وسله‌وال د جوزجان مرکز ته راغلي او حکومت ته تسلیم شوي دي.
په شمال کې د پولیسو د ۷۰۷ زون له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي، د قاري محمد یوسف په مشرۍ لس داعشیان په شبرغان کې حکومتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
خبرپاڼه وايي، دوی له ځان سره خپلې یوولس میله بېلا بېلې وسلې هم دولت ته راوړې دي.
د سرچینې په حواله دغه کسان د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي او تر دې وروسته به سوله‌ییز ژوند ولري.
خبرپاڼه همداراز وايي، چې دغه کسانو د جوزجان په قوشتېپه او درزاب ولسوالیو کې د دولت پر ضد فعالیت کاوه.
که څه هم افغان حکومت یوازې له طالبانو سره د سولې په اړه غږیږي؛ او د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي څه موده وړاندې ویلي و، له داعش سره د سولې په خبرو کې ځای نشته؛ خو د جوزجان چارواکو ویلي، د دوی په هلو ځلو دغه داعشیان د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply