جوزجان کې دافغان ځواکونو په هوایي برید کې۲۱تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

4117 Views

هندوکش – جوزجان: دحوزجان ولایت ځایي چارواکي وایي،چې دافغان ځواکونو دجوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې دطالبانو په یوه پټنځای برید کړی،چې په ترڅ کې یې ۲۱ تنه وسلوال طالبان وژل شويدي.
چارواکي زیاتوي،چې وژل شوي طالبان هغه مهال تر وسلوال برید لاندې راغلل،چې په دې ولسوالۍ کې دماین پر خښیدو بوخت ول.
چارواکي وایي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې دطالبانو ګن شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments