جوزجان کې داعشیان نیول شوي

comments 0

6 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي چې په جوزجان کې یي د یوې فرانسوۍ ښځې په ګډون شپږ داعش جنګیالي نیولي دي.
له دفاع وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښځه او سړي یي په درز آب ولسوالۍ کې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په یاده سیمه کې یي هوایي او ځمکني عملیات کړي دي.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دغه ښځه یي کله نیولې ده .
درز آب په شمال کې یوه له هغو ولسواليو ده چې دداعش حضور په کې فعاله او وخت وناوخته ددولت سربېره له طالبانوسره هم نښتې کوي.
داعش په دې اړه خپل نظر له رسنیو سره نه دی شریک کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments