جوزجان کي امنیتي ګواښونو له امله ۲۷ ښونځي تړل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: دغه ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایې چې په درزآب او خانقاه ولسوالیو کې د داعش د امنیتي گواښونو له امله شاوخوا ٢٧ ښوونځي تړل شوي دي.
ددغه ولایت د پوهنې ریاست په وینا: اوس درز آب ولسوالۍ کې ١٨ زره زده کوونکي د داعش له ویرې ښوونځیو ته نه ځي.
د جوزجان د معارف رئیس عبدالحی یشین وايي “کورنۍ ددې ډلې د گواښونو له ویرې خپل اولادونه حتی هغو ښوونځیو ته هم نه استوي چې د حکومت تر ادارې لاندې دي.”
یاده دې وي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش د ډلې گواښ ددې سبب شوی دی چې د نجونو او هلکانو د زده کړو بهیر له ډول ډول ازمون سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار، جوزجان او سرپل کې ددعش ډلې هغه غړي چې له پاکستان، ایران، چچن او د چین ایغور سیمو نه افغانستان ته مهاجر شوي په دې هڅه کې دي چې هلکانو او نجنو ته ښونځي ته د تلو اجازه ورنکړي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *