جوزجان او فاریاب کې پر طالبانو هوایي بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: راپورونه وایي، په جوزجان او فاریاب ولایتونوکې پر طالبانو هوایي بریدونه شوي چې زیات شمېر طالبان پکې وژل شوي او ټپيان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د جوزجان فیض اباد ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي برید شوی چې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ولي محمد هم پکې وژل شوی دی.
په دې برید کې دغه راز درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې په لیکنه په فاریاب ولایت کې بیا د هوایي برید له امله درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دغه راز خبرپاڼه لیکي چې په کندز کې د یو لړ عملیاتو پرمهال خان اباد ولسوالۍ کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments