جوبا یډن : ټرمپ يي بي کفایته انسان بللی

comments 0

21 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا ولسمشرۍ ته ډموکراټ نوماند جوبایډن د یاد هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو توندې نیوکې کړې دي.
هغه ویلي، نوموړی هڅه کوي د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په وژلو سره ځان قهرمان ثابت کړي، خو په وینا یې د نوموړي بهرنی سیاست د دې لامل شوی دی چې په منځني ختیځ کې بې ثباتي خپل اوج ته ورسېږي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپورله مخې، بایډن ویلي، ټرمپ یو بې کفایته انسان دی او ده د بې کفایتۍ له امله په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو د جذب پروسه ګړندۍ شوې او په یاده سیمه کې بې ثباتي خپل اوج ته رسېدلې ده.
بایډن، چې ملي امنیت یې د خپلې انتخاباتي مبارزې سره کرښه بللې له ټرمپ څخه غواړي چې له سوریې د خپلو سرتېرو ایستلو باندې له سره غور وکړي. نوموړي دغه راز ویلي، ټرمپ په خپل بهرني سیاست کې د لرلید په نامه څه نه پېژني او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت چارواکي ورسره د یو ماشوم په څېر چلند کوي.
جوبایډن د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ممکنه سیال بلل کیږي، هغه د پخوانی ولسمشر بارک اوباما مرستیال ولسمشر و.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments