جوبايډن د خپلې نوي کابېنې لپاره د یو شمېر وزیرانو د ټاکلو پرېکړه کړې

comments 0

4 Views

هندوکش ـ امریکا: تمه ده چې سبا د امریکا منتخب جمهور رئیس جوبایډن د خپلې کابینې یو شمېر وزیران اعلان کړي.
دا خبره پرون د بایډن ستر سلاکار ران کلین اې بي سي ټلوېزیون ته کړې، خو د کاندید وزیرانو نومونه ‌یې نه‌ دي اخیستي.
روېټرز خبري اژانس هم د بایډن د ځینو نږدې متحدینو په حواله ویلي، چې ښايي په همدې اوونۍ کې د بهرنیو چارو نوماند وزیر معرفي کړي.
وړاندوینې داسې دي چې د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ سلاکاره سوزان رایس او یو بل با تجربه ډیپلوماټ انتوني بلینکن تر نورو زیات د بهرنیو چارو د وزارت چانس لري.
کاندید وزیران باید د سنا باور رایه خپله کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments