جواد ظریف: ایران له امریکا سره بې ګټې مذاکراتو ته هیڅ لېوالتیا نه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي ایران په وار وار امریکا ته په سوله ییزه توګه د مسائلو د حل کولو وړاندیز کړی دی خو د واشنګټن له چلنده داسې ښکاري چې د دې هېواد یوازینۍ هڅه د منځني ختیځ بې ثباته کول دي.
نوموړي زیاته کړې له دې وروسته چې هر ډول خبرې کېږي او هر هېواد چې غواړي منځګړیتوب وکړي نو باید امریکا دې ته وهڅوي څو د ایران او پیاوړو هېوادونو ترمنځ شوي تړون ته وفاداره پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې ایران او امریکا تر منځ سیاسي مسایلو پر سر ناندرې رامنځته شوي چې دواره خوا یو بل ملامتوي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments