جنیوا کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: راتلونکې نومبر میاشت د سویس په جینیوا کې د افغانستان په تړاو لویه غونډه جوړېږي.
ملګري ملتونه وايي، په دغه غونډه کې به د نړۍ د وزیرانو په کچه چارواکي ګډون ولري او اساسي موضوع به یې د افغانستان سوله او ثبات وي.
له دې سره تېره ورځ د ملګرو ملتونو غړو د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره د امریکا په نیویارک ښار کې لیدلي او د سیمې په ګډون یې د افغانستان امنیت، ځان بسیاینې او سولې په تړاو خبرې کړي دي.
په دغه غونډه کې د افغانستان په تړاو د نومبر میاشتې غونډې په جزیاتو هم بحث شوی دی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments