جنګ ته مه ځه! شاعره: شفیقه خپلواک

comments 0

1 Views

شاعره: شفیقه خپلواک
جنګ ته مه ځه، جنګ کې څه دي؟
د دوه سترګو ړندېده دي
د معصوم زړه درېده دي
تورو تېږو ته کاته دي
د خاټولو قتلېده دي
د بابریو وچېده دي
د شنو پاڼو رژېده دي
د مرغیو پریواته دي
د ازغیو ټوکېده دي
جنګ ته مه ځه، جنګ کې څه دي؟

جنګ ته مه ځه، جنګ به ونشې زغملی
جنګ کې سور کتاب سیځلی
جنګ کې تور قلم مات شوی
جنګ کې سپين زلمی سکاره دی
جنګ کې پېغله نغمه ګونګه
جنګ کې یو ښامار راویښ وي

جنګ ته مه ځه، جنګ کې یو ښامار راویښ دی
چې له خولې یې لاړې څاڅي
او له بدو سترګو وینې
څه اوږده وي نوکونه
څه تېره یې وي غاښونه
د ماشومې توتکۍ وزرې ژووي
د بو‌‌‌‌‌‌ډۍ د تندي خال یې په خوله کړی
د وطن د غرو لمنې یې داغلې
په ځنګلونو یې سکروټې ورولې
او سیندونو ته یې سرې وینې شېندلې

جنګ ته مه ځه، جنګ کې څه بې له ښاماره؟
چې رګو کې یې د خوړ اوبه روانې
ښاپېرۍ یې بنديوانې
د انسان په هډو شخوند وهي لګیا دی
یو په بل پسې له وږي ستوني تېر کړي
تور لورګی یې تنفس کې راویښېږي
دا تازه هوا وژلې
دا ښامار چې سیوری نه لري، نېمګړی
د وطن د قامت ونه لمبه غواړي
دا ښامار چې یې رڼا په سترګو شپه کړي
ځکه ستوري، ستوري، ستوري ایره غواړي
طلايي ذرې یې سوې
د لمر وړانګې ټولې کړې
په دې تکه توره شپه کې
د وطن د مور پلو ورڅیرې کړی
‎خوږمن تن یې شپېلوي

او یوازې څو داغونه ورپرېږدي

که ته ځې، جنګ کې ښامار دی
چې یو وارې یې وحشي نوکانو لمس کړې
بیا به ته هم د وطن مور قتلوې
بیا به ته هم نه مړېږې
بیا به ته هم ریدی وژنې
بیا به ته هم د مرغیو لشې زبیښې
دا رڼې اوبه به تورې اینې کړې
په ‌‌‌‌‌‌ډبرو به د مینې د ګل شپې کړې
بیا به ته هم د لمر مخې ته درېږې
او رڼا به ددې خلکو له زړو واخلې

Share this page to Telegram

Comments