جنوبي وزیرستان: پاکستاني پوځ ماینونه ځای پر ځای کړي

comments 0

7 Views

هندوکش ــ جنوبي وزیرستان: د جنوبي وزیرستان د واڼې په خړپل سیمه کې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له له کبله څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
د سیمې ایډیشنل ډپټي کمېشنر فهیدالله وویل چې ټپي شوې درې وړې نجونې او یو وړکی هلک دی چې عمرونه یې د پنځو او ۱۲ کالو په منځ کې دي.
د یوې ماشومې حالت پکې نازک ښودل شوی چې په روغتون کې یې علاج روان دې.
په وزیرستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د ماین چاودنو پېښو کې ماشومان وژل شوي او یا هم معذوره شوي دي.
په وزیرستان کې په مځکه کې د ښخو ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ په مطالبو کې یوه ده.
دا تنظیم په ۲۰۱۸ز کال کې جوړ شوی او له هغه وخت راهیسې د نورو غوښتنو ترڅنګ په قبایلي سیمو کې د ښخو ماینونو د صفا کولو مطالبه هم کوي.
دا ماینونه زیاتره د وسله والو طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو په وخت ښخ کړل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په جنوبي وزيرستان کې د اپرېل پر پنځمه هم په مځکه کې ښخ کړل شوي بم چاودنې څلور ماشومان ژوبل کړي ول.
د يادونې وړ ده چې په جنوبي وزيرستان کې په ماين چادونو کې تر اوسه ۱۲۵ کسان مړه يا معذوره شوي دي. په دي کې زیاتره ماشومان دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments