جنوبي وزیرستان: د عارف وزیر څلویښتي ولمانځل شوه

comments 0

4 Views

هندوکش ــ جنوبي وزیرستان: په جنوبي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د خپل یو وژل شوي مخکښ سردار عارف وزير څلویښتي ولمانځله او احتجاجي مظاهره یې وکړه.
د غورځنګ يو فعال نواز وويل له حکومته غوښتنه کوو چې د سردار عارف وزير قاتلين دې ژر تر ژره ونيول شي او په سیمه کې د تورو شیشو د ګاډو ختمولو ترڅنګ امن بحال کړل شي.
سردار عارف وزير د مې پر لومړۍ نېټه د نامالومو کسانو لخوا په جنوبي وزیرستان کې په ډزو ویشتل شوی وو چې بیا یې د مې پر دويمه د اسلام اباد په يو روغتون کې ساه ورکړې وه.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments