جنسي کمزوري او درملنه:

comments 0

0 Views

د ځينو ځوانانو جنسي ځواک ډېر ژر راپاريږي او بېرته ژر انزال ته رسيږي، هغوی په ځان ښه پوهيږي، چې دا ټول د جنسي بې لاريتوب له امله شوي دي. دوی که له وخت سره پرهېز وکړي، ناوړه انځورونه، په انټرنېټ کې خراب سايټونه او نور… پرېږدي او همدارنګه د جنسي بې لارېتوب لارې پرېږدي دا ستونزې يې د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي؛ مګر که داسې وي، چې نن توبه وکړي، سبا بیا پرې واوړي، بيا توبه وکړي بله ورځ بیا داسې وکړي، د دې درملنه بيا نه له طب سره شته، نه له ارواپوهنې سره شته او نه هم له حکيمانو سره.
تر ټولو غوره خبره دا چې که تاسې ته شېدې، کوچ، د غوا غوړي، پېسته او بادام چې د جنسي ځواک د پياوړي کيدو لپاره اړين دي، نه تر لاسه کيږي، هيڅ خبره نه ده.تاسې له دال او لو بيا سره هم ضايع شوې انرژي تر لاسه کولای شئ. د جنسي کمزوري لپاره د داسې درملو اړتیا نشته، چې يوازې جنسي جذبات راوپاروي؛ بلکې داسې درمل تاسې ته لاستونزې او ناروغۍ زياتوي. زه يو ځل بيا په دې ټينګار کوم، چې جنسي کمزوري کومه ځانګړې بدني ناروغۍ نه د ه، دا يوه اروايي عارضه ده، چې انسان يې بايد خپله د کنترول لارې چارې وسنجوي.
تاسې په ورځپاڼو کې په هغه اشتهاري حکيمانو مه تېر وځئ، چې ځانونو ته لقمان حکيم وايي، که بيا هم ستونزه وه، نو بايد له يوه تکړه او مستند رنځپوه سره مشوره پرې وکړئ. دداسې ډېريو ځوانانو د معدې نظام خراب وي يا ډېر قبض ورته پېداکيږي له دې سره هم جنسي ځواک کمزوری کيږي. کله کله داسې هم کيږي چې يو نيم کس ته احتلام ( د شېطان غولول) زيات کيږي يا د جريان ستونزه لري معنا دا چې په ځان پوه نه وي او مني ترې خارجيږي، دا هم جنسي ستونزه ده او درملنه يې شونې ده.
ډېری ځوانان چې عصبي ناروغۍ لري، هغوی که پرلپسې د اعصابو او ډېپرېشن درمل خوري ارو مرو ورته جنسي کمزوري پېدا کيږي؛ خو ډاکتران بايد هغوی وپوهوي،چې دا ستونزه يې د تل لپاره نه وي. دا هم اړينه ده، چې بايد د دوا د انتخاب د غېر مسلکي کسانو لخوا درته ونشي.
ځينې ځوانان يو بل ته وايي( پلانۍ دوا وخوره، پلاني هم دا ناروغي لرله، ورسره روغ رمټ شو) داسې بیخي ونکړئ؛ بلکې تل له مسلکي ډاکترانو سره مشوره کوئ.
وار د مخه يا ژر انزالېدل: د جنسي ملګرې تر قناعت او اشباع کېدو مخکې د مني خارجېدو ته ژر انزالېدل وایي. څېړنې ښيي چې په هرو دریو نارینه وو کې یو یې د ژر انزالیدو ستونزه لري.د انزالېدو له پاره کوم ځانګړی طبي معیار او وخت ندی ټاکل شوی، د ژر انزالېدو او په وخت انزالېدو موضوع د دواړو لوریو قناعت او اشباع پورې اړه لري. د ژر انزالېدو لاملونه: په سلو کې ۹۵ نارینه کومه ځانګړې روغتیایي ستونزه نلري.
د ژر انزالېدو لاملونه:
1. په ځوانۍ کې د موټک (جلق) وهل د تذکیر د آلې د حساسېدو سبب ګرځي.
2. په ځوانانو کې د نارینه جنسي هارمون (ټسټوسټېرون) زیاتوالی د ژر انزالېدو سبب کېږي.
3. د جنسي ملګرې ځانګړنې او داچې هغه د کوروالي نه مخکې آماده شوې وه او که نه.
4. رواني ستونزې او اضطراب.
5. د لاندنیو دواګانو استعمال. – شراب(الکول). – فشار ضد درملونه لکه: (Aldomet(Methyldopa), Inderal(Propranalol – د معدې درملونه لکه: Ranitidine, Cimitidine, Omeprazole – د خپګان او تشویش ضد دواګانې لکه : Stelazin(Triflouperazine), Diazepam – د زړه د ناروغیو دواکانې لکه: Digoxin او نور.
6. ناروغتیاوې لکه شکره، هایپرتایروېډیزم(د تایرایډ د غدې زیات فعالیت)…
7. د بولي تناسلي سیسټم او پروسټېټ د غدې التهاب.
8. د وېټامینونو کموالی.
9. د عصبي سیسټم ستونزې، ضربې او د جراحۍ تاریخچه.
10. – Oversensitivity یانې د نارینه ډیره توجه او ډیر ګرمېدل هم د ژر انزالېدو سبب کېږي.
د حل لارې:
1. د لومړنیو لاملونو لرې کول او ښه خواړه خوړل.
2. د پورتنیو دواګانو پرېښودل او یا کمول.
3. ښځه باید د دخول نه مخکې کاملاً آماده کړی شي. پ
4. د جنسی عمل په وخت کې سړی دې خپل فکر ډیر متمرکز نکړي، فقط کوښښ دې وکړی چې ښځه تحریک او مشبوع شي ځکه ښځې د نارینه وو په پرتله ژر نه آماده کېږي او نه هم ژر اورګازم (انزال) ته رسي.
5. که سړی ډیر تحریک او تنبیه شوی وي نو د مجامعت نه یو تر دوه ساعته مخکې موټک ووهي.
6. قضیب ته د فشار ورکولو طریقه (Squeeze Technique): – د انزال د احساسېدو تر وخته دې مجامعت ته دوام ورکړی شي. د انزال د احساسېدو سره دې قضیب وویستل شي او د دېرشو ثانیو له پاره قضیب ته فشار ورکړﺉ. د هر ځل د انزال احساسېدو سره د فشار راوړلو پورتنۍ طریقه تکرار کړﺉ تر هغه چې ښځه د انزالېدو غوښتنه وکړي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *