جنرال عبدالجبار وفا د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان وټاکل شو

comments 0

15 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن دوشنبه د یو شمیر نظامي او ملکي چارواکو د يوه پلاوي په مشرۍ د هېواد ختیځ ته تللی دی.
ملي امنيت شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د محب په مشرۍ دې پلاوي جنرال عبدالجبار وفا، سیلاب قول اردو ته د نوي قومندان په توګه معرفي کړ او دغه راز یې د ختیځو ولایتونو له ملکي او نظامي مسوولانو سره د امنیتي وضعيت ارزونې په موخه ځانګړې ناسته هم ترسره کړه.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ یاد پلاوی د ختیځو ولایتونو ملکي او نظامي رهبرۍ او نورو قشرونو سره د امنیتي وضعيت ارزونې او د ستونزو د حل په موخه نورې لیدنې هم وکړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments