جنرال دوستم په جوزجان کي پوهنتون جوړه وي

comments 0

8 Views

هندوکش ــ جوزجان: د افغانستان د جمهوري ریاست لومړۍ مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په جوزجان کې په خپله شخصي ځمکه د شمال تر ټولو ستر پوهنتون جوړول غواړي.
د راپور له مخې جنرال دوستم خپله ۲۰ جریبه ځمکه چې ۴۰ زره متر مربع کېږي، دغه پوهنتون ته ورکړې ده او وايي چې ژر به کار پرې پیل کړي.
ښاغلي دوستم د دې خبرې اعلان د شبرغان ښار له کسبګرو سره په لیدنه کې کړی دی او ویلي یې دي چې د خپلې شخصي ځمکې یوه برخه به د شبرغان ښاروالۍ ته هم ور وبخښي، چې ټول اررښت یې د جنرال دوستم په وینا ۱۵ میلیونه ډالر کېږي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments