جنرال جان نیکولسن: له ترهګرو سره مبارزه سيمه ایزه همکاري غواړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د پريکنده ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن  وايي چې په افغانستان کې په امنيتي ادارو کې ځينې بدلونونه مهم دي.

نوموړي د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی دی چې د امريکې نوې ستراتيژه به افغانستان ته ګټوره وي او دا ستراتيژي به وکولای شي چې له ترهګرۍ سره مبارزه تیزه او جدي کړي.

نيکولسن وايي چې په امنيتي ادارو کې سمون راوستل به له دوی سره  دترهګرو په ځپنه کې مرسته وکړي.

نيکولسن ډاډ ورکړ چې افغان سرتيري هره ورځ پياوړي کيږي او په دې سره به په وضعيت کې هم جدي بدلون راشي.

ښاغلي نيکولسن په تیرو شپاړسو کلونو کې د افغان ځواکونو کړنې ستايلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس اوس د امريکې مرستيال ولسمشر هم له ولسمشر محمد اشرف غني سره په وروستیو دوو کلونو کې د سمون په برخه کې د افغان حکومت هڅې ستايلې وې.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *