جنایتکارانو ته د پولیسو خبرداری

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت وايي، د جنایت کوونکو، اوباشانو، قانون ماتوونکو او د امنیت ګډوډوونکو پر ضد به ټینګې مبارزې ته دوام ورکړي.
کورنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوي نوملړ کې د هغو کسانو په نیولو ټينګار شوی چې په خبره یې اوس تښتیدلي خو د پولیسو تر څارلاندې دي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري خپور شوی نوملړ کې د دولس کسانو نومونه راغلي چې په قتل، وسله والو غلاوو، انسان تښتونو، قانون ماتونې او نورو ګڼو جرمي پېښو کې په لاس درلودو تورن شوي دي
کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې ددغو کسانو په موندلو کې له دوی سره مرسته وکړئ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments