جمیعت علمای اسلام: عمران خان له اسلامي اوامرو سرغړونه کړې، باید استعفا ورکړي

comments 0

14 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دوی پرون له بلوچستان خپل لاریون پيل کړی دی او د پاکستان په ټولو ښارونو کې به د ملا فضل الرحمن پلویان د حکومت ضد لاریونونو کې برخه اخلي.
دوی له عمران خان غواړي چې له حکومت استعفا ورکړي او تر څنګ یې دې ټاکنې له سره وشي. ددغه ګوند غړي ادعا کوي چې عمران خان له اسلامي اوامرو سرغړونه کوي او نوی حکومت باید د اسلام اصولو ته درناوی وکړي.
په پاکستان کې د اپوزیسیون نورو ګوندونو چې پکې عوامي نېشنل ګوند، پاکستان پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) هم شامل دي، پرېکړه کړېده چې د حکومت ضد مظاهرو کې به د مولانا فضل رحمان ملاتړ کوي.
د اپوزیسیون ګوندونه وايي، حکومت سره هله مذاکرات کوي چې اوسنی صدرا اعظم عمران خان له خپلې دندې استعفا وکړي خو حکومت بیا وايي، دا کار ناشونی دی، خو د اپوزیسیون په نورو غوښتنو خبرې کېدای شي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments