جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري بیرته پرانیستل کیږي

comments 0

3768 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ د خلاصولو په تړاو خبرې روانې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې پاکستاني او افغان چارواکو تېره ورځ د قونسلګرۍ خلاصون په تړاو لیدلي او د ستونزو حل لپاره یې خبرې کړي دی.
پاکستان ننګرهار کې خپله قونسلګرۍ تېره ورځ وتړله او لامل یې هم په چارو کې د والي لاسوهنې وبللې، خو والي دغه څرګندونې رد کړې او وویل چې هلته یې د فساد مخه نیولې ده.
کابل کې د پاکستان سفارت بیا دغه څرګندونې رد کړې چې هلته به د دوی کارکوونکي د ویزو ورکولو لپاره پیسې اخیستې وي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments