جلال اباد کې د دیني علماوو ځمکه غصب شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار دیني عالمان وایي، د جلال اباد قاسم اباد په ښارګوټي کې خطیبانو او امامانو ته ورکړل شوې درې سوه نمرې، د زورواکو له خوا غصب شوي.
دیني عالمانو له ولسمشر غوښتنه کړې چې یا دې دغو امامانو او خطیبانو ته بدیله ځمکه ورکړل شي او یا هم پیسې.
ولسمشر غني په دې تړاو د ننګرهار والي ته لارښوونه کړې چې د قاسم اباد نمرو د غصب موضوع دې وڅیړي او په اړه دې ولسمشرۍ ماڼۍ ته مشخص وړاندیز وکړي.
ولسمشر ویلي، غصب په شرعي جایداد نشي بدلیدلی او باید په دې اړه جدي اقدام وشي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments