جلال اباد کې د بریدونو طراح ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: په جلال اباد ښار کې پر يو شمېر ادارو د بريدونو طرحه کوونکی او د بريد ګرو انتقالوونکی ونيول شو
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، مرکز جلال اباد ښار کې پر دريو ادارو ماشوم ساتنې، مستوفيت او کرکټ لوبغالي د بريدونو طرحه کوونکی او يادو ادارو ته د بريدګرو رسونکی ونيول شو.
ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې حيات الله مشهور په قاري بلال، چې د داعش وسله والو د بريدونو مسئول دی، د جلال اباد ښار پر دريو ادارو د تر سره کړيو تروريستي بريدونو په تړاو ونيول شو.
د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې دغه داعش وسله وال برسیره پر دې، چې د بریدونو په طرحه کولو کې يې ونډه اخيستې مستوفيت، کرکټ لوبغالي او ماشوم ساتنې ادارې ته يې بريدګر هم انتقال کړي دي.
نيول شوي تن په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او زياتوي، چې د بريدونو په طرحه کولو او د بريدګرو په انتقال کې يې مستقيما برخه اخيستې.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments