جلال آباد کې ملي اردو له هرکلي سره مخ ده

comments 0

3 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې مدني فعالانو، د قرطاسیه او ګلفروشۍ اتحادیو له لورې د نورو ځواکونو سره یو خای د ګمارل شوو ملي اردو ځواکونو ستاینه وکړه .
دوی د سوله ییز لاریون په ترڅ کې سر لوړي دي وي، زموږ اتل سرتېرې شعارونه ورکړل او د ملي اردو ځواکونو ته یې په غاړه کې د ګلونو په اچولو او ملي بیراغونو ډالۍ کولو سره د دوی د پیل شوې دندې قدردانۍ او ستاینه وکړه.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دې ډله کسانو د افغان حکومت او افغان ځواکونو څخه ملاتړ وکړ او د همکاریو ډاډ يې ورکړ.
جلال اباد ښار کې د القاعده شبکې غړی د څلورو نورو ملګرو سره یو ځای ونیول شو.
له دې سره یو ځای تېره ورځ د ولسمشر په لارښوونه د کورنیو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه هم د جلال اباد ښار وضعیت د ښه کیدو لپاره رسیدلي دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments