جلال آباد کې د پاکستان کنسلګرې د ویزو ویش بیا پیل کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ له څه باندې يوې مياشتې ځنډ وروسته پرون بيا پرانیستل شوه.
د ننګرهار ولایتي ادارې د پاکستان د وېزو د اخیستلو لپاره یو مهالوېش خپور کړی دی پکې پنځه ورځې د ننګرهار ولسوالیو او د اونۍ یوه ورځ د پکتیا، خوست، غزني، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو اوسېدونکو ته ځانګړې شوې ده.
په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ څه باندې يوه مياشت وړاندې له دې کبله د وېزو ورکړه بنده کړه چې ويل يې د ننګرهار والي يې په چارو کې لاسوهنه کوي.
د ننګرهار والي هغه مهال د پاکستان د کونسلګرۍ ادعا بې بنسټه بللې وه او ويلي يې وو چې د کونسلګري د وېزو د وېش پر مهال افغانانو ته سپکاوی کوي چې په وينا يې دوی یې نه شي زغملی.
د ننګرهار ځايي چارواکو که څه هم ويلي چې د پاکستان د وېزو په وېش کې د فساد او بې نظمۍ د مخنيوي لپاره منظم پروګرام جوړ کړی، خو له ننګرهار پرته د نورو ولايتونو اوسېدونکي نيوکه کوي چې دوی ته د وېزو د اخيستلو لپاره لږ وخت په پام کې نيول شوی او نه شي کولی چې پر وخت د پاکستان وېزې ترلاسه کړي.

د ننګرهار د والي وياند بيا ډاډ ورکړی چې د اړتيا پر مهال په مهالوېش کې بدلون هم را وستی شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments