جلال آباد ښار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وایي چې،
جلال‌اباد کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۷ نور يې ټپیان کړيجلال اباد ښار کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۷ نور يې ټپیان کړي دي.
پېښه څو شېبې وړاندې د جلال‌اباد ښار دوهمې ناحیې اړوند د چپرهار هډې سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي هم پېښه تأييد کړې ده، خو ویلي یې دي چې د چاودنې نوعیت لا نه‌دی معلوم.
ویل کېږي چې چاودنه د نازیانو ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر قوماندان دهقان په موټر شوې خو معلومه نه‌ده چې نوموړي ته په‌دې چاودنه کې زیان رسېدلی دی او که نه؟
تر دې دمه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments