جغتو کې پر طالبانو مرګوني عملیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – وردک: د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو په مهال تر دې دمه ۴۲ طالبان وژل شوي او دوه دیرش نور ټپیان دي.
د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي، عملیات له تیرې ورځې پیل شوی او اوس هم دوام لري.
د جغتو اوسیدونکو بیا ویلي، دعملیاتو په مهال عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوې ځايي سرچېنې وویل، په هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي خو د والي ویاند بیا د ملکي وګړو مرګ ژوبله رد کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments