جرګې د جنجال د حل لپاره بل کمېسیون وټاکه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې د رییس په سر د رامنځته شویو ناندریو د حل په موخه ۲۷ کسیزه کمېټه جوړه شوه.
دغه ۲۷ کسیزه کمېټه به د ولسي جرګې ارشیف ګوري او د ورکو شویو رایو په تړاو به څېړنه کوي.
کله چې څېړنې بشپړې شي، راپور به په عمومي تالار کې د ولسي جرګې له غړو سره شریک کېږي او بیا به له هغې وروسته د قانو پر بنسټ پرېکړه کېږي چې څوک د ریاست وړتیا لري.
د ستونزې د حل په موخه یادې جرګې ته په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردک هم ورغلی و، چې څنګه کولی شي د دوی ترمنځ جوړجاړی وکړي.
دریمه ورځ هم د جرګې د وکیلانو تر منځ لفظي او فزیکې شخړې وې خو د ورځې په پای کې په یو پلاوي سلا شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments