جرمونو نړیوالې محکمې ته د امریکا خبرداری

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکا د جرمونو نړیوالې محکمې ته خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه څېړنې پیل کړي، نو پر دې محکمې به بندیزونه ولګوي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار جان بولټون ویلي، متحده ایالات به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، څو په وینا یې د دې غیر قانوني محکمې له عدلي او قضايي تعقیب څخه د خپلو او د متحده هېوادونو د وګړو ساتنه وکړي.
په مسوده کې راغلي چې که په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه په دې برخه کې رسماً اقدام وکړي، نو د محکمې پر څارنوالانو او قاضیانو به امریکا ته د سفر ممانعت وضع شي، د متحده ایالاتو په مالي سیستم کې به د دوی پر پیسو بندیز ولګېږي او د امریکا په محاکمو کې به تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیول شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments